چین وايي سودان دې له زغمه کار واخلي

چین پر سوډان او جنوبي سوډان غږ کړی چې د یوه بل پر وړاندې له زغمه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د سویلي سوډان د سوډان پر ولسمشر عمرالبشی تور لګولی چې ددغه هېواد پر ضد یې د جګړې اعلان کړی.

د چین ولسمشر هوجین تاو له دواړو خواوو وغوښتل چې سوله ایز چلند غوره کړي. او د یو بل ملکي واکمنۍ ته درناوی وکړي.