(لشکر بلوچستان) د لاهور د چاودنې پړه ومنله

د لاهور د اورګاډو په تمځای کې د خونړي برید پړه (لشکر بلوچستان) ډلې منلې ده.

دا لومړی ځل دی چې دغه ډله د برید پړه مني.

دغې ډلې ویلي، چې دا برید یې کراچۍ کې د بلوڅ ښځو د وژنې په غچ کې کړی دی.

د لاهور د اورګاډي په تم ځای کې یوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او نژدې پنځه ویشت تنه نور ټپیان دي.

د خبري رسنیو د رپوټونو له مخې په وژ ل شویو کې یو یې ساتونکی او بل باوړونکی وو.

په لاهور کې تر دې وړاندې نور سختې چاودنې هم شوې دي، خو په وروستیو میاشتو کې دا لومړی امنیتي پېښه ده چې رامنځ ته شوې.