پاکستان وايي د شاهین توغندي ازموینه یې بریالۍ وه

پاکستان یو توغندی آزمویلی چې کولای شي اټومي سرکوي هم له ځان سره ولېږدوي.

دغه ګام یوه اوونۍ وروسته تر هغه پورته کیږي چې هند هم یو لېرې واټن ویشتونکی توغندی وآزمویه.

د پاکستان پوځ وايي د شاهین یو اې منځنی واټن ویشتونکی توغندي آزموینه چې کولای شي په هند کې هدفونه په نښه کړي په بریالیتوب سره ترسره شوې.

پاکستان او هند له ۱۹۴۷ کال راهیسې درې ځله جګړه کړې.

دوی په منظمه توګه د توغندیو آزموینې کوي او په دې اړه یو بل ته له وړاندې خبر وکوي.