'تر ۲۰۱۳ به افغانستان کې د ګوزڼ ناروغي صفر شي'

د افغانستان په بيلو ولايتونو کې د ماشومانو د گوزڼ درې ورځنې کمپاين نن پاى ته رسيدونکى دى.

د افغانستان روغتيا وزارت وايي چې په دې لړ کې به اته اشاريه دوه ميلونه داسې ماشومان واکسين کړل شي چې عمرونه يې تر پنځه کلنۍ ښکته دي.

په افغانستان کې پوليو ضد واکسين په مهاليز ډول تر سره کيږي خو بيا هم د نوي ميلادي کال په ترڅ کې د گوزڼ شپږ پښې ثبت شوې دي.

چارواکي وايي نا امني او له گاونډيو هيوادونو د کډوالو راتلل په دغه هيواد کې د ماشومانو گوزڼ ته لاره پرانیستې ساتي.

چارواکي وايي هڅه يې داده چې تر ۲۰۱۳ ميلادي کال پورې په دغه هيواد کې دغه ناروغي د نشت کچې ته ښکته کړي.