چيني سياستوال پر ولسمشر څار کاوۀ

له چین څخه یو راپور وايي لېرې کړای شوي سیاستوال بوشي لای د ولسمشر هوجین تاو په ګډون د مشرانو جاسوسي کوله.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي پر ښاغلي بوشي لای شک دی چې له ګرځنده تلیفون څخه د کمونست ګوند د لوړ پوړو چارو تر منځ ډېر اخیستی.

ورځپاڼه وايي داسې ښکاري چې دغه ادعاوې له دندې څخه د ښاغلي بو د لېرې کېدو لامل شوي وي.

هغه د ناڅرګندو تورونو او د ګوند د انضباط د ماتولو په تور له د ګوند له مشرتابه وایستل شو.