د یوکراین پخوانۍ لومړۍ وزیره په زندان کې "وهل شوې"

د یوکراین د پخوانۍ لومړۍ وزیرې یولیا تاموشینکو لور وايي مور یې په زندان کې ده او د نه خوړو اعتصاب یې چې د جمعې په ورځ پیل کړی وو لا هم دوام ورکوي.

یوګنیا تایموشینکو بي بي سي ته وویل د خپلې مور پر بدن یې د وهلو ټکلو نښې لیدلي چې د زندان د ساتونکو له خوا وهل شوې، نو له همدې امله یې مور د نه خوړو په اعتراض لاس پورې کړی دی.

اغلې تايموشينکو وويل "ما نن هغه ولیدله، موږ د پارلمان له یو شمېر غړو سره چې ډاکتران دي راغلو، او هڅه مو وکړه چې د هغې ټپونه ووینو، خو ما او ډاکترانو ته د ننوتو اجازه را نه کړل شوه. يوازې وکیلان د هغې د ټپونو شاهدان وو".