د اوباما ځانگړى استازى اسلام آباد ته روان شوى

د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر اوباما ځانګړی استازی نن پنجشنبه چې د اپريل ٢٦ مه کېږي اسلام اباد ته رسیږي چې له افغان او پاکستاني چارواکو سره په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

مارک ګراسمن به له پاکستان سره د دوه اړخیزو د ښه کېدو د هڅې تر څنګ د افغانستان د سولې د بهیر پر پرمختګ هم خبرې وکړي.