ب. مون: سوریه کې پوځي بریدونو په اړه راپور اندښمن کړی یم

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون وايي له سوریې نه د هغه راپور په اړه جدي اندښمن دی چې وايي حکومت په پر ګڼ میشتو سیمو خپلو ډزو ته دوام ورکوي.

بانکي مون وايي د ملګرو ملتونو له خوا د اوربند څارونکو راپور ورکړی چې د سوریې دولتي ځواکونه د سولې د پلان پرخلاف چې سوریې ورسره موافقه کړې ده ډزې کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون ویلې دا حالت د نه منلو دی او باید سمدستې ډزې بندې شي. نوموړي دغه څرګندونې په هما ښار کې له یوې لوې چاودنې وروسته وکړې.

فعالان وايي په دې چاودنې کې تر ۷۰ پورې کسان وژل شوي خو حکومت وايي چې په دغه ودانې کې بمونه جوړیدل.