افغان ملا امامانو ته خبردارې ورکړل شوی

په افغانستان کې د جوماتونو ملا امامانو ته ويل شوي چې د هيواد د ملي ګټو پرضد او نورو هیوادونو په ګټه تبليغ او ويناوې ونه کړي.

دا خبردارۍ ملا امامانو ته د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ورکړی دی.

چارواکي وايي که ملااماما ن دې غوښتنې ته پام ونه کړي، لومړى به له دندو گوښه کيږي او بيا به امنيتي بنسټونو ته ورپيژندل شي.

په همدې حال کې یو شمير ملا امامان وايي ممبر بايد د يوې ډلې پرضد ونه کارول شي خو دا په دې مانا نه ده چې د حکومت پر هيڅ تشې دې نيوکه نه کيږي.