امريکا په جاپان کې خپل سرتيري کموي

امریکا او جاپان د جاپان په جنوبي ټاپو اوکیناوا کې د امریکايي پوځيانو د راکمولو اعلان کړی دی.

دا په جاپان کې د امریکا ستره اډه بلل کیږي.

نهه زره امریکايي سمندري ځواکونو به دا ټاپو پرېږدي.

په اوکیناوا کې د امریکايي پوځیانو اوږدمهاله شتون د سیمه يیزو خلکو د کرکې لامل شوی او د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې یې حساسیتونه رامنځ ته کړي دي.

د ناها ښار د شورا غړې سوزیا تاکازاپو وايي امریکايي پوځیانو په سیمه کې ستونزې رامنځ ته کړې وې:

د امریکا د پوځ اویا سلنه لګښت اوس د جاپان د حکومت له خوا ورکول کیږي.

ټول معاشونه او نور شیان د جاپان له بودیجې ورکول کیږي، او موږ د امریکا د پوځ په شتون پورې نه یو تړلي .

امریکايي پوځيان له٦٧ کلونو راهیسې په جاپان کې اوسیږي چې ٧٥ سلنه یې ټول په اوکیناوا کې پراته دي نو پر موږ بېلابېل پیټي پراته دي، د چاپېریال فشار او هغه جرمونه چې د امریکايي کارکوونکو له خوا ترسره کیږي.