کندهار کې یوه افغان امریکايی پوځي وژلی

په افغانستان کې د امریکا پوځ وايي یوه سړي چې د افغان پوځ یونیفورم یې په تن و د افغانستان په سویلي کندهار ولایت کې یو امریکايي عسکر وژلی دی.

یوه افغان پوځي ویاند وویل برید کوونکی په خپله هم د امریکايي پوځیانو په ځوابي ډزو کې ووژل شو.

د افغان پوځ ویاند دا هم ویلې چې دغه کس د افغان ځانګړو ځواکونو افسر و.

دا پیښه د تیرې چهارشنبې په ورځ ناوخته رامنځ ته شوه.

سږکال په ورته ډول بریدونو کې ۱۸ نړیوال پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي.