د امریکا استخبارات خپلو اجنټانو ته نوې کړنلاره جوړوي

د امریکا استخباراتي اداره د خپلو اجنټانو لپاره نوې کړنلارې جوړوي.

دا ګام ترهغه وروسته اخیستل کیږي چې ځینې اجنتان دوې اوونۍ وړاندې کولمبیا ته د ولسمشر ابامه تر سفر وړاندې له فاحشو سره یوځای شوي و.

ترهغه وروسته اته اجنټان له کاره ګوښه شوي دي.

داسې رپوټونه هم شته چې تیرکال اجنتانو په السلوادور کې فاحشو او هغو ښځو ته پيسې ورکړې وې چې جامې یې ایستلې.

نوې لارښودونه اجنتانو ته اجازه نه ورکوي چې ناسمو ځایونو ته ولاړشي او یا بهرنیان خپلو کوټو ته بوځي.

دوی همداشان اجازه نه لري چې د کار له پیله لس ساعته وړاندې شراب وڅښي.