''اسراییل د عیسوي مفکورې له مخې پرېکړې کوي''

د اسراییلو د استخباراتو پخواني مشر پر لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او دفاع وزیر ایهود بارک تور لګولی چې د ایران په تړاو خلک په ناسمه لار بیايي.

یو وال دیسکېن پر دواړو تور ولګاوه چې د عیسوي مفکورې له مخې تصمیمونه نیسي او وايي دا ریښتیا نه ده چې که اسراییل پوځي ګام پورته کړي نو ایران به اتومي وسلو ته لاسرسی ونه مومي.

وړاندې تر د اسراییلو د پوځ مشر ویلي وو فکر نه کوي چې ایران دې د اتومي وسلو په لټه کې وي.