د وردګو چک کې چاودنې لس سیمه ییز پولیس وژلي

د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ په زمان خېلو سیمه کې نن سهار د سیمه ییزو پولیسو پر یوه ګاډي چاودنه شوې، چې له کبله یې لس سیمه ییز پولیس وژل شوي.

د میدان وردګو امنیه قومندانۍ ویاند سرڅارمن عبدالولي وايي چې د ماین چاودونې مرګ ژوبله اړولې، خو کره شمېره په لاس کې نه لري.

بل خوا، یوه بل امنیتي چارواکي بي بي سي ته وویل، چې په په چاودنه کې لس کسان وژل شوي.

د چاودنې پړه وسله والو طالبانو منلې ده.