بلوچستان کې څارګرې الوتکې درې ولسي وګړي وژلي

د پاکستان شمالي وزیرستان پر قبایلی سیمې د امریکا څارګرې الوتکې برید کړی، چې لږترلږه درې ولسي وګړي یې وژلي دي.

یوه چارواکي بي بي سي ته وویل چې دا پېښه میرانشاه بازار کې شوې ده.

سرچینې ویلي، چې بې پیلوټه الوتکې د میرانشاه په ظفر ټاون دوه بریدونه کړي دي.

په برید کې دوې خونۍ بشپړې ویجاړې شوې دي.