د نایجریا پوهنتون کې چاودنې شپږ کسه وژلي

د نایجریا پولیس وايي چې د هېواد شمالي کانو ښار په یوه پوهنتون کې چاودنې لږترلږه شپږ کسان وژلي دي.

د برید پړه پر وسله والو اچول شوې ده.

په دې پوهنتون کې تر ډېره عیسوي محصلین زده کړې کوي.

د پوهنتون چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې کېدای شي د مرګ ژوبله کچه لوړه شي.

خبري راپورونه وايي چې د برید هدف هغه ځای و، چې عیسوي محصلینو په کې د یکشنبې عیسوي مذهبي مراسم ترسره کول.

د فرانسې خبري اژانس د یوې امنیتي سرچینې په حواله ویلي: ''چاودنه ډېره زوروره وه، چې د پوهنتون په انګړ کې یې لوخړې جوړې کړې، د چاودنې غږ څېرمه اوسېدونکو هم اورېدلی دی.''