سودان وايي ۴ بهرنیان یې په ناقانونه ننوتو نیولي

سودان وايي څلور بهرنيان يې تيلي سيمې، هېګلېګ ته د ناقانونه ننوتو له امله نيولي دي.

دغه سيمه په وروستيو کې د سوډان او جنوبي سوډان ترمنځ د سختو نښتو ډګر وو.

دغه څلور کسه چې يو يې د جنوبي سودان، بل يې د جنوبي افريقا، درېيم يې د برتانيا او څلورم يې د ناروې دی، اوس پلازمېنې خرطوم ته لېږدول شوي دي.

په جنوبي سودان کې د ملګرو ملتونو ماموريت وايي دا څلور سره مرستندويه کارکوونکي دي چې د ماين پاکولو په کارونو بوخت وو.

د دوی يو يې د ملګرو ملتونو کارکوونکی دی.