د القاعدې يمنۍ څانګې ۷۳ يمني سرتيري خوشې کړي

د القاعده د يمن څانګه وايي دوی هغه ۷۳ يمني سرتېري خوشي کړي چې تېره مياشت يې په جنوبي ښار زنجبار کې د يوه بريد پر مهال نيولي وو.

د انصار الشريعه ډله وايي د دوی مشر له قومي او مذهبي مشرانو سره له خبرو وروسته د دغو کسانو د پرېښودو پرېکړه وکړه.

دا لا نه ده جوته شوې چې د دغو ۷۳ عسکرو د خوشې کېدو په بدل کې حکومت دوی ته څه ورکړي دي.

د القاعده يمنۍ څانګې مخکې له حکومت نه د خپلو يو شمېر پلويانو د خوشې کېدو غوښتنه کوله.