د ملګرو ملتونو د څار د ډلې مشر سوريې ته رسیدلی

د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو د څار د ډلې مشر دغه هېواد ته رسېدلی چې د څارونکو د ځای پر ځای کېدو جاج واخلي.

ناروېژی تورن جنرال رابرټ مووډ او د هغه پنځلس نور بې وسلې پوځيان لا له وړاندې د اوربند څارنه کوي.

په ټوليز ډول ملګرو ملتونو سوريې ته د درې سوه څارونکو استول تصويب کړي دي.