د مصر ولسمشرۍ ټاکنو ته رسمي کمپاین پیلېږي

په مصر کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره رسمي کمپاين نن پيليږي.

درې اوونۍ وروسته به مصريان د راى ورکولو مرکزونو ته ځي چې د مصر په تاريخ کې تر ټولو ازادې تاکني بلل کیږي، خو د کمپاين په تړاو لا اوسه لانجې رامنځ ته شوي دي او د ولسمشرۍ څو مهم کانديان په ټاکنو کې له برخي اخيستلو محروم شوي دي.

په مصر کې د بي بي سي خبريال وايي د دوو اسلام پالو کانيددانو ترمنځ اوس سخته سيالي روانه ده .