د کراچۍ ښار نښتو سلګونه کورنۍ کوچېدو ته اړ کړې

د پاکستان له ستر ښار کراچۍ څخه راپورونه وايي سلګونه کورنۍ خوندي سیمو ته د وتلو هڅې کوي، ځکه څلور ورځې کیږي چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښتې روانې دي.

په ګڼې میشتې سیمې لیاري کې خلک وايي دوی خوړو، اوبو او برېښنا ته لاس رسی نه لري.

چارواکي وايي په سیمه کې یې د مخدره مواد د کاروباریانو او جنایتکارو غدیو د له منځه وړلو لپاره عملیات پیل کړي دي. د جمعې په ورځ د نښتو له پیل راهیسې د پولیسو په ګډون شل تنه وژل شوي دي.