لندن کې څلور کسه په ترهګرۍ تورن شول

پولیسو په بریتانیا کې څلور تنه د ترهګرۍ په تور تورن کړي دي.

دغه کسان تېره اونۍ د لندن په شمال د لوټون په ښارګوټي کې نیول شوي وو.

پر دوی تور دې چې د نورو کارونو تر څنګ یې ترهګریزې چارې ترسره کولې او یا یې له ورته چارو سره مرسته کوله. پنځم تن پرته له کوم توره خوشې شوی دی.