مکسیکو د وژل شوې خبریالې په اړه پلټنې پیل کړې

په مکسيکو پوليسو د ويرا کروز په ختيځ ايالت کې د يوې ژورنالستې د وژل کېدو په اړه پلتنې پيل کړي دي.

د ژورنالستې رگينه مارتينز جسد د شنبې په ورځ د الاپا په سيمه کې د هغې په کور کې وموندل شو.

پوليس وايي په ظاهرأ نوموړې لومړی وهل ټکول شوې او بیا زیندی شوې ده.

رګینه د يوې څيړونکي مجلې لپاره د مخدره توکيو د قاچاق وړنکو په اړه اپور چمتو کاوه.