سودان ۱۲زره جنوبي سودانیانو ته د وتن حکم کړی

سودان وايي د جنوبي سودان څه باندې ١٢ زره وگړو ته یې حکم کړى دى چې په يوه اوونۍ دننه کې له دې هېواده ووځي.

د سپين نيل ايالت والي یوسف الشمبالي وويل د سوډان په خاوره کې ددغو کسانو شتون چاپېريال او امنيت ته گواښ رامنځ ته کوي.

ښاغلي الشمبالي جنوبي سوډانيانو ته د مي د مياشتي تر پنځمې نيټې پوري وخت ورکړى دى چې له هېواده يې ووځي.