بان کي مون د سوچي د بایکاټ ملاتړ وکړ

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د برما د دموکراسۍ پلوې مشرې ان سان سوچي د هغې پرېکړې ننګه وکړه چې له پارلمان سره يې بايکاټ وشلاوه.

له مېرمن سوچي سره په رنګون کې له مخامخ خبرو وروسته ښاغلي بان وويل چې يو ريښتونی مشر د خپلو خلکو او هېواد لپاره له زغمه کار اخلي.

ښاغلی بان د هغې پرېکړې ستاينه وکړه:

''زه د هغې د تېرې ورځې پرېکړه چې د وکيلې کېدو لپاره يې لوړه وکړه ستاينه کوم. زه پوهېږم چې دا به د هغې لپاره يوه ډېره سخته پرېکړه وه. سياستوال کله کله په يوه موضوع خپل مخالفت ته دوام ورکوي، خو يو ريښتونی مشر د خپلو خلکو او هېواد لپاره له خپل مخالفته تېرېږي.''