چینایی فعال له سفارت وتلی، له کورنۍ سره یې یوځای شوی

له چین څخه راپورونه وايي مخالف فعال چن ګوانګ چینګ په بیجینګ کې د امریکا له سفارته تللی دی.

د چیني دولتي خبري رسنۍ وايي ښاغلی چن په خپله خوښه له هغه ځایه تللی دی.

ښاغلی چن تېره اونۍ له خپل ټاټوبي شاندونګ څخه چې هلته نظر بند وو وتښتېد او د امریکا سفارت ته یې پناه یوړه، خو نه چینايي او نه هم امریکايي چارواکو دا تایید کړه.