بوکو حرام نایجریا کې د ورځپاڼې پردفتر د برید وېدیو خپره کړه

په نایجریا کې د بوکوحرام اسلامپالې ډلې د یوې مشهورې ورځپاڼې پر دفتر د ځانمرګي برید ویډیو خپره کړې ده.

دغه ویډیو چې په انترنټ کې خپره شوې د یو شمېر نایجریايي او څو بهرنیو رسنیو پر ضد د بریدونو خبرداری پکې ورکول شوی دی.

په دغو تصویرونو کې ادعا شوې چې دغه رسنۍ د سالم ضد جرمونه ترسره کوي.