په غور کې وسله والو د برک موسسې مشر وژلی

د افغانستان د غور ولايت ځايي چارواکي وايي د برک موسسې مشر چې بنګلدېشی دی د وسله والو په يوه بريد کې وژل شوی دی.

برک له تېرو دريو کلونو راهيسې په مرکز چغچران کې خلکو ته کوچني پورونه ورکول او له بريد وروسته يې خپل فعاليت بند کړی دی.

په يوه بله جلا پېښه کې د پکتيا ولايتي چارواکي ادعا کوي چې څلور وسله وال په زرمت کې په خپل ماين وژل شوي دي.

د والي وياند وايي په دغه چاودنه کې دوه ملکيان هم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.