چينايي ناراضي له خپلې پرېکړې اووښتی

د چين ناراضي چن ګوانګ چينګ، کورنۍ ته د زيان اووښتو له وېرې د امريکا په سفارت کې له پناه اخيستو لاس په سر شوی دی.

ښاغلی چن وايي ده ته ويل شوي که په خپله خبره ودرېږي، نو ښځه به يې ووژل شي.

دی اوس په يوه روغتون کې دی، خو ويل کېږي چې له چين نه به ووځي.

چن ګوانګ چينګ څو ورځې وړاندې په خپل کور کې له نظر بندۍ نه وتښتېد او داسې ويل کېدل چې ځان يې په بېجنګ کې د امريکا سفارت ته رسولی دی.