د طارق الهاشمي محاکمه بلې اوونۍ ته ځنډېدلې

د عراق د پخواني مرستيال ولسمشر طارق الهاشمي محاکمه چې په يو لړ وژنو تورن دی، راتلونکې اوونۍ ته ځنډول شوې ده.

د هغه مدافع وکيلانو له پارلمان نه غوښتي چې د هغه د دوسيې اورېدو لپاره يوه ځانګړې محکمه جوړه کړي.

ښاغلی هاشمي چې سني مخکښ سياستوال دی ويلي د هغه پر وړاندې دا تورونه سیاسي رنګ لري.

د هغه د نيولو فرمان تېر کال شيعه لومړي وزير نوري المالکي وروسته له هغه ورکړ چې د توکميزو شخړو د زياتېدو ويره رامنځته شوه.

ښاغلی هاشمي اوس په ترکيه کې دی.