م. م پر کوريايي کمپنيو بنديزونه ولګول

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د شمالي کوريا په دريو حکومتي کمپنيو بنديزونه وضع کړي دي.

بنديزونو ټولو هېوادونو ته لارښوونه کړې چې د دغو کمپنيو پانګې کنګل کړي.

امنيت شورا دغه ګام د شمالي کوريا د تېرې مياشتې د توغندي د ناکامه ازموينې په غبرګون کې پورته کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيره سوزان رايس وايي دغه کمپنۍ د کمونست حکومت د توغنديو او هستوي وسلو په پروګرام کې ښکېلې دي.