نايجريا کې د غلو ډلې۳۴ کسه وژلي

د نايجريا په شمال کې د حيواناتو پر يوه مارکېټ د بريد پر مهال لږ تر لږه ۳۴ کسه وژل شوي او نژدې همدومره نور ټپيان دي.

عيني شاهدان وايي وسله والو لومړی د مارکېټ لويې دروازې وتړلې،سوداګر او مالونه يې دننه ايسار کړل، ډزې يې پرې وکړې او وروسته يې دغه ځای ته يې اور واچوه.

پوليس وايي دغه بريد د هغې وژنې په غچ کې ترسره شوی چې سوداګرو د غلو د داړې يو کس چې غوښتل يې مالونه غلا کړي، تر نيولو وروسته وواژه.