د نايجريا شمال کې لسګونه کسان وژل شوي

له شمالي نايجريا نه راپورونه وايي چې د حيواناتو پر يوه مارکېټ د بريد پر مهال لسګونو کسان وژلي دي.

عيني شاهدانو بي بي سي ته ويلي دوی زيات شمېر جسدونه وليدل چې له دغه مارکېټ نه وويستل شول.

په وسلو سمبال کسانو د پوتېس کوم په ښار کې دغه مارکېټ ته اور واچوه.

يو شمېر حيوانات هم د اور په لمبو کې سوي او مړه شوي دي.

پوليس وايي دغه بريد د هغې وژنې غچ وو چې سوداګرو يو کس چې غوښتل يې له مارکېټ نه غلا وکړي، وواژه.