سوري ځواکونو د شپې ۴ محصلين وژلي

له سوريې نه راپورونه وايي چې امنيتي ځواکونو د حلب پوهنتون ليليې پر محصلينو بريد کړی او لږ تر لږه څلور کسه يې وژلي دي.

سوري فعالين وايي حکومت دغه ګام د چارشنبې په شپه د شاوخوا زرو محصلينو د هغه مظاهرو په غبرګون کې اخيستی چې د ولسمشر اسد پر ضد يې وکړې.

تر دې وړاندې حلب د سوريې د نورو ښارونو په توپير د دا وړ تاوتريخوالي شاهد نه وو.

په سوريه کې اوس اوربند دی او له دغه اوربند نه لسګونه نړيوال څارونکي، څارنه کوي.