د غزني پر ښار توغندي توغيدلي دي

د افغانستان د غزني پر ښار په بيلا بيلو سيمو باندې د پنجشنبه په سهار( د مۍ دريمه) توغندي لگيدلي دي چې يو شمير کسان په کې ټپيان شوي دي.

دا بريدونه د طالبانو له خوا د اعلان شويو پسرلنيو عملياتو په لومړۍ ورځ ليدل شوي دي.

په غزني کې د روغتون مسوولين وايي دوى ته دوه ټپيان وروستل شوي چې يوه يې ملکي وگړې وه او يو هم پوليس و.

دغزني په مقر،ګيلان ،شيدانو ،اندړواو قره باغ ولسواليو كې هم بريدونه

تر سره شوي دي. د دغو ولسواليو ولسوالان وايي د دولت د مخالفينو له لوري يې په ولسواليو توغندي وار شوي خو ځانې او مالې زيان نه لري. طالبان ادعا کوي چې په دغو بريدونو كې يي افغان عسکر او بهرنيان وژلي دي.