باجوړ کې ځانمرگي ١٦ کسه ووژل

لږ تر لږه ١٦ کسه د ډيورنډ کرښې ته نژدې په باجوړ کې هغه مهال ووژل شول جې يوۀ ځانمرگي ځان والوزاوۀ.

چارواکي وايي ځانمرگى پلى ورغى او ځان يې په باجوړ کې د پوليسو يوې پوستې ته نژدې وچووۀ.

په وژل شويو کې پنځه کسه د قبايلي پوليس ځواک کسان وو.

په دغه سيمه کې اسلام پالي اورپکي د حکومت پر ضد په مبارزې بوخت دي