په مصر کې لاریونونه وشول

د مصر پلارمینې قاهرې په تحریر ډګر او نورو ښارونو کې خلکو د چارشنبې ورځې مرګوني برید په تړاو اعتراض وکړ.

په هغه پېښه کې چې د مصر د دفاع وزرات په وړاندې رامنځ ته شوه لږترلږه یوولس تنه ووژل شول.

خلکو د لوډسپیکرونو له لارې خپل احساسات څرګندول.

لاریون کوونکو د واکمنې پوځي شورا پر ضد شعارونه ورکول.