پاکستان کې څارګرو الوتکو شپږ کسان وژلي

پاکستاني چارواکو ویلي چې د امریکا څارګرو الوتکو په برید کې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي، چې غالباً اورپکي به وي.

دوی وايي چې لومړی بریا د شمالي وزیرستان میرانشا ښار نه ۷۰ کیلومتره لیرې په شوال سیمه کې شوی دی.

یوه پاکستاني چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په دې برید کې شپږ کسان وژل شوي، خو وايي چې شاید د وژل شوو شمېر ډېر شي.

یوه بل چارواکي بیا همدې اژانس ته ویلي چې هغه ځای چې برید پرې شوی، اورپکو ترې د روزنې لپاره کار اخیست.

د پاکستان دولت څو ځلې پخپله خاوره کې د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو شکایت کړی، خو امریکا وايي چې دا بریدونه قانوني دي او د اورپکو پرضد یې ښه نتیجه ورکړې ده.

منتقدین وايي چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږترلږه ۲۰۰۰ بې ګناه ولسي وګړي وژل شوي دي.