طالبان له پاکستان د استاد یاسر د مړینې توضیحات غواړي

طالبانو د فرهنګي کمیسیون د خپل مخکني مشر استاد یاسر د مړینې په اړه له پاکستاني چارواکو توضحیات غوښتي دي.

وسله والو طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې لیکلي چې ''له تېرو څو ورځوراهیسې داسې اشاعه ده چې د افغانستان د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون پخوانی مشر، مشهورعلمي او جهادي شخصیت استاد محمد یاسر د پاکستاني چارواکوله خوا د اسارت په مهال په شهادت رسېدلی، چې له دې امله د اسلامي امارت، د استاد کورنۍ او د هغه ټول متعلقین له سخت تشویش سره مخ دي.''

طالبان وايي، له پاکستاني چارواکو یې جدي غوښتنه دا ده چې د استاد یاسر د مړینې په اړه معلومات ورکړي او خپرې شوې اوازې ته ځواب ووايي.

استاد یاسر د ۲۰۰۹ کال په جنورۍ میاشت کې په پېښورکې د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی و.