م.م: له بومي امریکایانو سره تبعیض کېږي

د بومي امريکاييانو په اړه د ملگرو ملتو يوې پلټنې له دوى سره د منظم تبعيض نښې موندلې دي.

پر بومي وگړو د ملگرو ملتو ځانگړي رپوټوونکي- جيمز انايا په واشنگټن کې خبريالانو ته وويل چې د متحدو ايالاتو په لر او بر کې يې له قومي مشرانو سره خبرې کړې دي.

ده وويل: ''هغوى ورته په ښوونځيو، روغتيايي مرکزونو او لومړنيو خدمتونو کې د تبصيض له امله د ژور درد او پردي توب غږ رسولى دى.''