برتانوي سياستوال لېونګ سټون واي بیا ټاکنو ته نه دريږي

د برتانيې يوه مخکښ جنجالي سياستوال کېن لېونګ سټون ويلي چې بيا به هېڅکله انتخاباتو ته ونه درېږي..

دی دغه اعلان له هغې ماتې وروسته کوي چې د محافظه کار ګوند سياستوال بارېس جانسن د ښاروال کېدو په ټاکنو کې ورکړه.

ښاغلی لېونګ سټون تر خپل سيال جانسن نه وړاندې دوه ځله د لندن ښاروال غوره شوی وو.