خالد شېخ محمد محکمې ته حاضر شو

هغه کس چې په امريکا کې د يوولسم سپټمبر د بريدونو په پلانولو تورن دی پوځي محاکمې ته راغلی دی.

خو د هغه مدافع وکيل محکمې ته ويلي چې تورن به څه ونه وايي، ځکه هغه د محکمې د روڼوالي په اړه په ژوره توګه اندېښمن دی.

خالد شېخ محمد او څلور نور ملګري يې د نژدې درې زره کسانو د وژلو په تور محکمې ته حاضر شوي دي.

په پوځي محکمو کې د اعتراف اخيستو په موخه په اوبو کې د ډوبولو په ګډون ځينې کړوونکي تکتيکونه چې تر ډېره سي آی اې کارول اوس بند شوي دي.