د سوريې په حلب کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

د سوريې له دويم لوی ښار حلب نه راپورونه وايي چې د دغه ښار په څنډو کې يوه لويه چاودنه شوې ده.

د فعالينو دوه ډلې وايي په دغه چاودنه کې لږ تر لږه پنځه کسه وژل شوي دي.

دغه چاودنه له هغو مظاهرو يوه ورځ وروسته شوې چې فعالين وايي شاوخوا دېرش کسه په کې ووژل شول.

په سوريه کې په داسې وخت کې تاوتريخوالی روان دی چې د ملګرو ملتونو شاوخوا پنځوس څارونکي له دغه هيواده ليدنه کوي.

دوی په سوريه کې د ملګرو ملتونو د سولې د پلان څارنه کوي، خو حکومتي ځواکونه د مخالفينو پر ځايونو د توپونو، ټوپکو او ټاکنو بريدونو ته دوام ورکوي.