خالد شیخ محمد د محکمې پوښتنو ته له ځواب ویلو ډډه وکړه

هغه سړى چې د امريکا په متحده ايالتونو کې د سيپټمبر د يوولسمې د بريدونو پر پلانولو تورن دى، گوانتامو کې د پوځي محکمې پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.

خالد شيخ محمد او څلور نور تورن کسان د يرغمل نيونې، ترهگرۍ او په ٢٠٠١ کال نيويارک او واشنگټن کې د درې زره کسانو د وژلو له تورونو سره مخامخ دي.

د شيخ محمد يوه مدافع وکيل وويل، هغه بند کې د ادعا شوې شکنجې پرضد د احتجاج له کبله قاضي ته له غوږ نيولو د ډډې ترڅنگ دا باور هم لري چې محکمه عادلانه نه ده.

دامريکا ددفاع وزارت مخکې ويلي وو چې هغه دا منلې چې د القاعدې لپاره د سيپتمبر د يوولسمې بريدونه يې پلان کړي وو .

خالد شيخ محمد په ٢٠٠٣ کال پاکستان کې نيول شوى وو .