د یمن ولسمشر د القاعدې د ماتولو ژمنه وکړه

د يمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي په فبرورۍ کې واک ته له رسېدو راهيسې په لومړي ځل د القاعدې د ماتولو او د پوځ د يووالي ټټر وهلى دى.

ښاغلي هادي دارنگه د يمني پوځ د جوړولو په برخه کې خپل هوډ تکرار کړى.

نوموړى هڅه کوي چې د پوځ ليکې د يمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح له خپلوانو پاک کړي.