مصر: نيول شوي به ۱۵ ورځې نور هم په بند کې وي

مصر کې پوځي څارنوالانو حکم کړى چې د جمعې په ورځ له امنيتي ځواکونو سره د نښتو پرمهال درې سوه نيول شوي کسان بايد تر پنځلسو نورو ورځو پورې په بند کې وساتل شي چې پر تورونو يې غور وشي .

خو په دوى کې به څو ميرمنې مثتثنى وي .

قاهر ه کې د دفاع وزارت شاوخوا سيمه اوس ارامه ده ، خو پوځيانو د شپې له لوري په کې پر گرزيدو راگرزيدو بنديز لگولى وو .

د جمعې د ورځې تاوتريخوالي له هغې وروسته رامنځته شوي چې د اوونۍ په پيل کې نامعلومو بريدگرو پر اسلامي مظاهره کوونکو بريد وکړاو نژدې شل کسان يې ووژل .