مالي کړکیچ سره مخامخ هيوادونو کې ټاکنې کيږي

په یو شمیر اروپایي هیوادونو کې چې د یورو زون د مالي کړکیچ سره مخامخ دي ټاکني تر سره کیږي .

په مصر کې تر دوه کاله پراخو او سختو ګامونو وروسته پارلماني ټاکنې روانې دي او په فرانسه کې هم خلک د نیوکلاس سارکوزي او سوسیالست فرانسوا اولاند تر منځ خپل راتلونکی ولسمشر ټاکي .

دواړه سیالان واېي چې راېې ډیرې نژدې دي او پر خپلو پلویانو ټینګار کوي چې رایې ورکړي .

دغه دوه کانديدان د یورو زون د مالي کړکیچ د هواري په اړه د نظر اختلاف لري .

د پاریس یو شمیر اوسیدونکي ګمان کوي چې د ټاکنو پایلې به سیاسي بدلون رامنځ ته کړي .