بنگلديش کې به ديموکراسي وغوړيږي

د امريکا د متحده ايالتونو دبهرنيو چارو وزيرې هېلېري کلنټن ويلي ، باورلري چې له سياسي تاوتريخوالي سره سره به بنگلديش کې ديموکراسي غوړيږي .

ميرمن کلنټن په يوه دوه ورځيني سفر بنگلديش ته ورغلې چيري چې ديوه مخالف بنگلديشي مشر تري تم کيدو گډوډي رامنځته کړې ده .

هغې پر مخالفو گوندونو غږ وکړ چې په گډه کار وکړي او خبردارى يې ورکړ چې که تاوتريخوالي پاى ته ونه رسيږي ،نو بهرني پانگه وال به هيواد پريږدي .

د څو اونيو راهيسي مظاهرو او احتجاجونو بنگلديش کې ژوند په ټپه درولى او پنځه کسان وژل شوي دي .

ميرمن کلنټن وويل ، حکومت بايد په دې برخه کې پلټنه وکړي .