افغانستان کې درې ایساف سرتېري وژل شوي

افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ویلي چې د هېواد په ختيځ کې یې نن درې سرتېري وژل شوي دي.

د ایساف له خوا خپره شوې اعلامیه وايي، چې دغه سرتېري د یوه ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له کبله وژل شوي.

ایساف د وژل شوو هویت نه دی ښودلی.