یمن کې بمبارۍ د القاعدې جګپوړی غړی وژلی

په يمن کې په يو هوايي بريد کې د القاعدې يو لوړ پوړى مشر وژل شوی دی.

يمني چارواکو تصديق کړې ده چې فهد القصع په جنوبي ايالت شبوه کې په توغندي لگېدلى .

د دۀ نوم د هغو کسانو په فهرست کې و چې د امريکا امنيتي اداره اېف بي ايې يې ډېرلټون کووچې ددوی په وینا په ٢٠۰٠ کال کې د عدن په بندر کې د امريکا د جنگي کښتۍ يو اېس اېس کول په بريد کې يې رول درلود.

بريد د امريکا د بې پیلوټه الوتکې يا ډرون د بريدونو نښې نښانې لري، خو واشنگټن ردوي چې گنې دوی په يمن کې دا ډول عمليات کوي.

واشنگټن دا مهال د يمن په جنوب کې د القاعدې ضد جگړه کې له يمن سره همکاري کوي.